افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې عملیات ترسره کړی چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې یو مهم پټنځای له منځه وړی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت او ملي پولیسو ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د اولسمې حوزې اړوندو کې عملیات ترسره کړی چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې یوه خطرناکه درې کسیزه ډله نیولې ده.
د خبرپاڼې له قوله، په عملیاتو کې د داعش ډلې د بریدونه یو تن طرحه کوونکی محمد حنیف او ددغې ډلې یو بل پاکستانی اتباع وژل شوي دي.
د خبرپاڼې زیاتوي چې، د عملیات پرمهال یوه پاکستانۍ ښځه چې، په دغه پټنځای کې له خپلو څلور ماشومانو سره اوسېدله، هم زخمي شوې ده چې اوس د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې درې میله کلاشنکوف سره له ۲۶ عدده شاژونو، یوه میل چره یې ټوپک، اووه لاسي بمونه او درې جورې نظامي لباس د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.