د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د احضار غوښتنه کړې تر څو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د لغوه کېدو په اړه وکیلانو ته وضاحت ورکړي.
د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر یلیوټ انګل د پنجشنبې په ورځ وویل، زلمی خلیلزاد یې راتلونکې پنجشنبه د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د معلوماتو لپاره یوې علني غونډې ته غوښتی دی.
ښاغلی انګل وايي، د زلمي خلیلزاد د احضارولو لیک یې له هغه وروسته لاسلیک کړ چې له طالبانو سره د خبرو په هکله د وضاحت ور کولو لپاره یې څو ځلې ور وباله، خو پخپله ښاغلي خلیلزاد او د بهرنیو چارو وزارت دا بلنې له پامه غورځولي دي.
په لیک کې ویل شوي چې، د امریکا د ولسي جرګې غړي باید له زلمي خلیلزاد نه په مستقیم ډول دا واوري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ولې ختمې شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د ګانګریس ددې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.