د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت او په دې بهیر کې د خلکو د ګډون، بې نظمۍ او احتمالي درغلۍ په اړه اندیښه څرګنده کړې ده، خو ټینګار کوي چې ټاکنې باید په ټاکلي وخت ترسره شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه ټینګار کوي چې، ډېر ژر به تازه دمي ځواکونه د ټاکنو د امنیت خوندیتوب لپاره د هېواد په مختلفو برخو کې ځای پر ځای کړي او پدې برخه کې شته ننګونې به له منځه یوسي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د وروستیو ناامنیو له امله د ټاکنو ورځې لپاره د موقتي کارکوونکو د ګمارنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
ددغه کمیسیون چارواکي ټینګار کوي چې په تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې ددې کمیسیون مسوولین نه دي توانېدلي چې ددغو ولایتونو د ولسوالیو لپاره کارکوونکي وګماري.
ټاکل شوې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو ورځې لپاره ۱۸۰ زره کارکوونکي په دندو وګماري، خو معلومه نه ده چې تراوسه څومره کارکوونکي ګمارل شوي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات وایي، په بغلان، کندز او تخار ولایتونو کې د امنیتي ستونزو او ننګونو له امله د ټاکنو ورځې لپاره د کارکوونکو د ګمارنې په برخه کې تردې دمه هېڅ نه دي شوي.
بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان هم د ټاکنو د کمیسیونونو ، امنیتي ادارو ، مدني ټولنې او رای ورکوونکو د هلو ځلو ملاتړ کوي تر څو پر وخت ټاکنې ترسره شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو وایي: «ټاکل شوې د افغانستان خلک له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د څلورم ځل لپاره د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۸ مه نېټه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپلې رایې وکاروي. له ټاکنو وروسته د کاندیدانو او سیاستمدارانو لپاره ترټولو سخت انتخاب د ماتې منل دي، خو په دیموکراتیکه پروسه کې دا د یوه سیاستوال لپاره ترټولو لوی ګام دی.»
دا په داسې حال کې دي چې، وسله وال طالبان هم د ټاکنو بهیر ګواښي او له خلکو غواړي چې په ټاکنو کې ګډون ونکړي؛ د وسله والو طالبانو ګواښونو ملګري ملتونه له بل هر څه دېر اندېښمن کړي دي.
ملګري ملتونه له وسله والو طالبانو غواړي چې له ګواښونو لاس واخلي او افغان پریږدي چې په سولیزه فضا کې ټاکنې ترسره کړي.
همهاله د افغانستان د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه ډاډ ورکوي چې د ټاکنو د امنیت خوندیتوب لپاره به ډېر ژر تازه دمي ځواکونه د هېواد په مختلفو برخو کې ځای پر ځای کړي.
ټاکل شوې د میزان میاشتې په شپږمه نېټه ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي. ټاکنو ته ۹.۶ میلیونه خلکو نوم لیکنه کړې ده، خو پر ټاکنو څارونکي ادارې او ددغه کمیسیون ځینې کمیشنران د نوم لیکنې دغه شمېرنه کره نه بولي.