د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې ۱۳۸ تنه غیر مسؤل او امنیت اخلاکوونکي کسان نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، افغان ملي پولیسو او د ګارنیزیون سرتېرو پرون دوشنبه د وږي اتلسمه چې د احمد شاه مسعود د تلین ورځې سره سمون خوري، په کابل ښار کې ۱۳۸ تنه غیرمسؤل او امنیت اخلال کوونکي کسان نیولي دي.
د نصرت رحیمي په خبره، له یادو کسانو په لسګونه وسلې او ۵۱ عرادې موټر د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
همدارنګه نصرت رحیمي وایي، ددغو غیر مسؤلو کسانو په مخامخ ډزو کې د ملي اردو یو سرتیری او یو ولسي وګړی وژل شوي او اووه تنه ولسي وګړي ټپیان دي.
نصرت رحیمي زیاتوي چې، یادو پېښو اړوند دوسیې به ډېر ژر نهایي او عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.