د تخار ولایت د والي ویاند جواد هجري وایي، وسله والو طالبانو نن سه شنبه د تخار ولایت د درقد ولسوالي هم ونیولې ده.
په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبانو تیره شپه دتخار ینګي کلا ولسوالي هم نیولې وه.
جواد هجري د ینګي ولسوالۍ د سقوط لامل د غیر نظامي تلفاتو مخنیوی بولي او زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو خلکو او دولتي کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د مخنیوي لپاره تېره شپه له دغې ولسوالۍ شاته شوي دي.