د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، له وسله والو طالبانو سره نور د سولې خبرې ختمې دي او ټینګار کوي چې امریکایي سرتیري به په افغانستان کې ددغې ډلې په وړاندې خپل عملیات زیات کړي.
ولسمشر ټرمپ پرون دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له طالبانو سره «خبرې ختمې دي، دا خبرې ختمې شوې.»
دې ته ورته ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ماښام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، په تېرو څلورو ورځو کې امریکا په افغانستان کې دښمن دومره سخت ځپلی چې په تېرو لسو کالو کې هم نه و ځپل شوی.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر ټرمپ د تیرې شنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې ځکه چې په خبره یې دغې ډلې په کابل کې د هغه برید مسؤولیت منلی چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲کسان ووژل.
ولسمشر ټرمپ وویل: «تر کومه ځایه چې په ما پورې اړه لري، خبرې لهمنځه تللي دي. هغوی فکر کوي چې خلک وژني او ځان ته په خبرو کې غوره موقف اخلي. هغوی د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲تنه ووژل. دا کار زما سره نه شي کولای، ځکه هغسې چې زه پوهېږم، خبرې لهمنځه تللې دي.»
په ورته وخت کې افغان دولت د سولې په خبرو کې د رامنځته شوي خنډ پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.
د سولې په خبرو کې د پرمختګونو په اړه د افغان حکومت د دریځ په اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، رښتینې سوله هغه وخت شونې ده چې وسله وال طالبان اوربند ته غاړه کیږي، افغان وژنه پای ته ورسوي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کیني.
همدرانګه ولسمشر غني پرون د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست معرفي کولو په غونډه کې وویل چې، له اوربند پرته خبرې ناشونې دي.
وروسته له هغې چې ولسمشر ټرمپ د سولې خبرو د لغوه کولو اعلان وکړ، وسله والو طالبانو یې په غبرګون کې وویل چې، تر څو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، په بل هیڅ شي نه قانع کیږي او ټینګار یې کړی چې جګړې ته به دوام ورکوي.