د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، له افغانستان نه خپل سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي او زیاتوي چې، د افغان سولې په اړه د هوکړې لپاره هڅې دوام لري.
امریکا اوسمهال په افغانستان کې له ۸۰۰۰ کم سرتیري لري چې، د شاوخوا ۱۶۰۰۰ ناټو سرتېرو ترڅنګ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په روزنې او مشورې ورکولو بوخت دي.
د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، ولسمشر ټرمپ اعلان کړی چې، د افغانستان د ۲۰۲۰م کال تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له دغه هېواد نه د خپلو سرتېرو د وتلو لړۍ پیلوي.
دې ته ورته ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې، د افغانستان جګړې ته اوس اړیتا نشته او په خبره یې ددغې جګړې کلنۍ لګښت ۵۰ میلیارده ډالره دی.
ټرمپ په واشنګټن کې یوې ناستې ته د خبرو پرمهال د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې وویل:« تاسې هم ښایي اوریدلي وي چې په افغانستان کې له طالبانو سره د هوکړې لپاره هڅې روانې دي، مونږ غواړو چې له افغانستان نه ووځو؛ مونږ داعش ته ماتې ورکړه. مونږ د وتلو په حال کې یوو؛ غواړو له دې لیونۍ جګړه چې، نباید ورته د ننه شوي وای، ووځو.»
په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د د ډیموکراتانو ګوند نوماندان هم له افغانستان نه د امریکایي سرتېو پر ایستلو ټینګار کوي.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکراتانو ګوند نوماند پیتي مایر وایي: « واک ته له رسېدو سره سم له ځنډ پرته له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو ایستل غوره بولم. کله چې ددې خبرې ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله نه بدلیږي؛ ټول نظامیان خپل کور ته راولم.»
د یاد ګوند بل نوماند برني سندرز وایي: « له افغانستان نه د نظامیانو په شا تګ له دغه هېواد نه د ټولو اړېکو د په شاتګ په مانا نه دی. په افغانستان کې باید د امریکا سیاسي حضور خوندي وساتل شي او د افغان حکومت د پیاوړي کولو، اقتصادي ودې او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره باید هر ډول لازم کار ترسره شي.»
د امریکا د دیموکراتانو ګوند نوماندان به د راتونکي زږدیز کال په جنوري میاشت کې په ګډه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل نوماند معرفي کړي.
ټاکل شوې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د روان زږدیز کال په نومبر کې ترسره شي، چې ولسمشر ټرمپ به دیموکرات ګوند د نوماند په وړاندې سیالي کوي.