ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی بولي او ټینګار کوي چې رښتینې سوله هغه وخت راتلای شي وسله وال طالبان افغان وژنه ودروي.
د سولې په خبرو کې د پرمختګونو په اړه د افغان حکومت د دریځ په اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، افغان حکومت تل ټينګار کړی چې رښتینې سوله هغه وخت شونې ده چې وسله وال طالبان اوربند ته غاړه کیږي، افغان وژنه پای ته ورسوي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کیني.
دا په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون شنبه اعلان وکړ چې له طالبانو سره د سولې خبرو د لغوه کولو امر یې کړی دی.
ولسمشر ټرمپ پرون شنبه په ټویټر کې وویل چې، په پام کې وه چې سبا شپه (يک شنبه) په کمپ ډېويډ کې له طالب مشرانو سره وګوري، خو دا ليدنه يې ځکه لغوه کړې چې طالبانو په کابل کې د هغه بريد مسؤليت منلی چې د يوه امريکايي سرتيري په شمول ۱۱ کسان پکې ووژل شول.
ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې په خبرو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه ویلي:« د افغانستان دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.»
خبرپاڼه زیاتوي چې، د میزان په ۶مه نېټه دولسمشریزو ټاکنو او له دې لارې د یوه قوي، قانوني او مشروع حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي، تر څو د سولې روانه پروسه په بشپړ دقت او تدبیر مخ ته یوسي.