د اسیا پراختیایي بانک په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي چې ممکن د افغانستان اقتصاد په روان میلادي کال کې د کرونا ویروس او نورو امنیتي او سیاسي ننګونو له امله منفي پنځه سلنې ته ټیټه شي.
په رپوټ کې ویل شوي چې د کرونا ناروغي او د سیاسي او امنیتي ننګونو دوام به د افغانستان اقتصاد زیانمن کړي او د دغه هیواد داخلي ناخالص تولیدات به منفي پنځه سلنې ته ورسوي.
افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک مسوول ویلی که چیرې د سولې روانې خبرې کامیابې شی، نو راتلونکي میلادي کال کې به د اقتصاد پر وضعیت د پام وړ مثبت اغیز وکړي.
د دغه بانک د وړاندوینې پر اساس، د هیواد اقتصادي وده به روان کال کې یونیم سلنې ته ورسیږي.
د کرونا ویروس او سیاسي او اقتصادي ننګونو ترڅنګ، د سوداګریزو لارو بندیدل هم پر اقتصاد ناوړه اغیز کړی دی.
د اسیا پراختیایي بانک وایي افغانستان کې د بیکارۍ کچه هم زیاته شوې او د حکومت پر عاید یې منفي اغیز کړی دی.
د ۲۰۲۰ کال لومړنیو شپږو میاشتو کې د تورم منځنۍ کچه څه باندې دوه برابره شوې ده.
همداشان د خوراکي توکو تورم هم د پولو بندیدو او احتکار له امله درې برابره زیات شوی دی.
د اسیا پراختیایي بانک مسوول، نارندرا سینګرو ویلي: “زموږ د وړاندوینې پر اساس به که چیرې د افغانستان د سولې بهیر بریالی شي او نړیوالې مرستې دوام وکړي، نو د دغه هیواد اقتصاد به د مثبتې ودې شاهد وي.”
تمه ده چي د افغانستان د سولې بهیر په کامیابیدو سره افغانستان کې د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه کمه شي.