د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې ځکه چې دغې ډلې په کابل کې د هغه برید مسؤولیت منلی چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل.
ولسمشر ټرمپ پرون شنبه په ټویتر کې ویلي، ټاکل شوې وه چې، د یکشنبې په شپه به نوموړی په کمپ ډېوېډ کې له طالب مشرانو سره وګوري خو دا کتنه لغوه شوې ده.
ټرمپ ویلي: «متاسفانه د طالبانو ډلې د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کې د یو برید مسؤلیت ومانه چې په هغه کې زمونږ یو ستر سرتیری او ۱۱ کسان نور ووژل شول.»
ولسمشر ټرمپ همدارنګه ویلي، څوک چې دومره بې ګناه خلک وژلی شي، ښايي د دې توان هم ونه لري، چې د سولې يوه ګټوره او با مفهومه هوکړه ورسره لاسليک شي.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي په ټویټر کې ویلي چې افغان دولت به ډېر ژر د سولې په خبرو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خپل دریځ اعلان کړي.
بلخوا په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، تراوسه د بين الافغاني خبرو د ځای په اړه پرېکړه نه ده شوې او زياتوي چې ښايي د بين الافغاني خبرو ناستې په مختلفو هېوادونو کې ترسره شي.