محمد اکبر چې افغانستان کې د زعفرانو بابا په نوم پیژندل شوی و، پرون دوشنبه په هرات ولایت کې د ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ.
محمد اکبر هغه څوک و چې هرات ولایت کې یې د لومړي ځل لپاره د زعفرانو کښت دود کړ او د هغه په وده کې یې هلې ځلې وکړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ د محمد اکبر پر مرګ خواشیني ښودلې او د هغه مرګ یې یوه لویه ضایعه بللې ده.
ارګ وايي د زعفرانو بابا د خپل عمر ۲۵ کلونه د زعفرانو کښت او ترویج باندې ولګول او دغه بوټی یې په ملي او نړیواله کچه پر خلکو وپیژاند.
هرات هغه ولایت دی چې د افغانستان له ۸۰ سلنې زیات زعفران تولیدوي.
د افغانستان زعفران په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی نوم او کیفیت لري.