د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا (سیف د چیلډرن) د ماشومانو د زده کړو پر بهیر د کرونا ناروغۍ اغیز پر اړه یوه تازه څیړنه خپره کړې ده.
دغه څیړنه کې د هیواد په شپږو ولایتونو کې له ۴۸۰ زده کوونکو او د هغوی له کورنیو سره په حضوري او انلاین ډول خبرې شوي دي.
د دغه رپوټ پر اساس، د هرو لسو ماشومانو له ډلې اتو تنو یې ویلي د قرنطین پرمهال یې هیڅ نه دي زده کړي او یایې ډيره کمه زده کړه کړې ده.
په دوی کې ۶۴سلنه زده کوونکو ویلي چې د کرونا وبا پر مهال یې له خپلو ښوونکو سره هیڅ اړیکه نه ده لرلې.
نږدې له دریو یوه برخه ماشومانو هم ویلي چې دغه پړاو کې، په یو ډول له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
همداشان د ټولو پوښتل شوو زده کوونکو له ډلې، شپږ سلنه یې ویلي چې د قرنطین پرمهال لږ تر لږه یو ځلې له خپلو ښوونکو سره په اړیکه کې ول.
له لسو ماشومانو اتو تنو د پوښتنې پرمهال د منفي احساساتو څرګندونه کړې ده.
په لرو پرتو سیمو کې په دریو کې یوه کورنۍ د درسي موادو له کمی سره مخ شوي، خو په ښاري سیمو کې بیا دا کچه په پنځو کې یوه کورنۍ ده.
د څیړنې موندنې ښيي چې په شپږو ولایتونو کې یواځې ۲۸.۶ سلنه ماشومانو د تلویزیوني پروګرامونو، ۱۳.۸ سلنې د راډیو او صفر اعشاریه دوه سلنې د انټرنېټ له لارې زده کړو ته لاسرسی لرلی.
د رپوټ پر اساس، نجونۍ د هلکانو په پرتله زیاتې له زده کړو محرومې شوي دي.
سیف د چیلډرن بنسټ وایي حکومت او نړیواله ټولنه باید د هغه یو نسل ماشومانو ساتنې لپاره چې د روښانه راتلونکي له لاسه ورکولو ګواښ سره مخ دي، زیاته پانګونه وکړي او دوی ته د ښو ده کړو زمینه برابره کړي.