د بین الافغاني خبرو له پرانستغونډې وروسته اوس د مذاکراتي ټیمونو د تماس ګروپونه په دې سلا شوي چې څنګه د خبرو جزییات له رسنیو سره شریک کړي او کومې موضوع ګانو د کاغذ پرمخ ولیکل شي.
نن شپه هم پر هغو لومړیتوبونو باندې بحث کیږي چې ټاکل شوې ده دواړو ټیمونو لومړنۍ ناسته کې پرې خبرې وشي.
د افغان دولت د مذاکراتي ټیم مشر، معصوم ستانکزی وایي جدي بحثونه به په مخ کې ولري، خو تمه ده پایله هغه څه وي چې خلک یې غواړي.
د مهالویش له مخې ټاکل شوې وه چې نن د واړو مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شي، خو د افغان حکومت پلاوی وایي دا خبرې راتلونکو ورځو کې پيلیږي.
د دغه پلاوي یوه غړي یک تلویزیون ته وویل چې دواړو خواوو د تیرې ورځې ناسته کې د خبرو اترو خبري پوښښ او د کاغذ پرمخ د بحثونو راوستلو څرنګوالي باندې هوکړه کړې ده.
داسې ښکاري چې دواړه لوري هڅه کوي چې د رسنیو پر وړاندې زیات ونه دریږي.
قطر کې یو شمیر خبریالان هم د معلوماتو له کمښته شکایت کوي.
یو شمیر خبریالان چې کابل ته راغلي وایي حکومت ورته قطر کې د پاتې کیدو اجازه نه ده ورکړې.
ځیني نور بیا وایي چې طالبان د افغاني رسنیو کړنو ته منفي لیدلوری لري.
دا په داسې حال کې دي چې حکومت د قطر خبرو کې د بیان ازادۍ پر ساتلو ټينګار کوي.
خو بیا تمه داده چې د بین الافغاني خبرو لړۍ ژر پیل شي او افغانستان کې د وینې توییدو مخه ونیول شي.