د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دا برید تیره شپه ناوخته د میوند ولسوالۍ “سره بغل” سیمه کې شوی دی.
په دې پيښه کېیو پولیس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د سرچینې په خبره، برید د مازدا موټر په مرسته شوی، چې له وړاندې د پولیسو له لورې پيژندل شوی و اوموخې ته تر رسېدو وړاندې یې چاودنهوکړه.
طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده چې دوې ورځې وړاندې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند جوی لاهور سيمه کې هم د پولیسو پر یوې پوستې د مازدا موټر په واسطه برید شوی و، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او ۱۵ نور ټپيان شوي وو.