افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد یک تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان وګړي باید داسې یوه سیاسي فورمول باندې هوکړه وکړي چې ټول پکې ځانونه وویني.
زلمی خلیلزاد وویل په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې، باید د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
خلیلزاد پر دې هم ټینګار وکړ چې د طالبانو اسلامي امارت نه یواځې امریکا ته، بلکې نړیوالې ټولنې ته هم د منلو نه دی.
هغه د حکومت مذاکراتي ټیم ټولشموله وباله او زیاته یې کړه چې د طالبان د مذاکراتو ډله هم یوه پیاوړې ډله ده.
د امریکا ځانګړي استازي باور لري چې د افغانانو ترمنځ دا خبرې به زیات وخت ونیسي او معلومه نه ده چې کله به یوې پایلې ته ورسیږي.
هغه دا ونه ویل چې طالبانو باندې باور لري او که نه، خو زیاته یې کړه چې افغانستان سره د امریکا او نړۍ همکاري، د روانو خبرو جدي ګڼلو پورې اړه لري.
خلیلزاد دا هم وویل چې د افغانستان داخل کې یو شمیر کسان او ډلې، او حتا د افغانستان یو شمیر ګاونډي هیوادونه، خپلې ګټې د افغانستان په جګړه کې ویني، خو په وینا یې د افغانستان وګړي باید دوی ته اجازه ورنه کړي.
ښاغلي خلیلزاد یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل شرایطو پورې تړلي دي، خو د روان میلادي کال د نوامبر میاشتې تر پایه به د دغو ځواکونو شمیر، ۴۵۰۰ تنو ته کم شي.
د افغانستان د جګړې ختمولو لپاره د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پرون د شنبې په ورځ په قطر کې پرانستل شوې.