د ملي مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله وایي خلک تمه لري چې د مذاکراتو پيلیدو سره د تاوتریخوالي کچه کمه شي او دواړه خواوې باید د خلکو ټولیزې غوښتنې ته درناوی وکړي.
ښاغلي عبدالله دا څرګندونې نن یکشنبه په قطر کې د یوې خبري ناستې پرمهال وکړې.
عبدالله وویل کیدای شي چې د مذاکراتو دواړه خواوې د نظر اختلافونه ولري، خو مهمه داده چې دوی تر یوې سوله ییزې حل لارې موندلو پورې دا خبرې په زغم سره پرمخ بوزي.
هغه د مذاکراتو پيل افغانستان لپاره یو تاریخي ګام وباله او زیاته یې کړه چې که چیرې دا مذاکرات په سوله ییز ډول پرمخ لاړ شي، نو دواړه خواوې به ګټونکي وي.
د عبدالله په وینا، جګړه د حل لاره نه ده او د تاوتریخوالي دوام او تلفات زیاتیدل، د سولې پر مذاکراتو منفي اغیز کوي.
هغه وویل کومې پيښې چې رامنځته کیږي، د خلکو پر ذهنونو بده اغیزه کوي.
د افغانستان د سولې د خپلمنځي مذاکراتو د پیل مراسم پرون د شنبې په ورځ قطر کې ترسره شول.
ټاکل شوې ده چې سبا د دواړو غاړو ترمنځ مخامخ د سولې خبرې پيل شی.