د افغانستان سولې خبرو لپاره د دولت پلاوی د صالحې عالي شورا د مشر، عبدالله عبدالله په مشرۍ، نن جمعه له غرمې وروسته قطر ته روان شو.
په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر، حنیف اتمر، د مذاکراتي ټیم غړي او ځیني نور کسان شامل دي.
د مصالحې عالي شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی عبدالله به د بین الافغاني خبرو د پرانیستې مراسمو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازیتوب خبرې هم وکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې ټاکل شوې ده چې عبدالله د دغه سفر په څنډه کې د کوربه هیواد له چارواکو او د مراسمو ځانګړو ګډونوالو سره وویني.
په پام کې ده چې د بین الافغاني خبرو د پرانیستې مراسم سبا د شنبې په ورځ قطر کې جوړ شي.
دغو مراسمو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو په ګډون د یو شمیر هیوادونو استازي هم ورځي.
د افغانستان د جګړې پر ختمولو رسمي خبرې د دوشنبې په ورځ پيلیږي.
هیلې دادي چې دغې خبرې مثبتې پایلې ورکړي او د افغانستان د لسیزو جګړه پای ته ورسیږي.