د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې موټربم برید شوی دی.
دغه برید نن پنجشنبهله غرمې وروسته شاوخوا دوهبجې د ارغنداب ولسوالۍ په ده لاهور سیمه کي شوې ده.
د کندهار امنیه قوماندان، تادین خان د دې پيښې په تایید سره ویلي چې چاودیدونکي توکي په مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د روزي محمد په نوم د پولیسو د یوه قوماندان په پوسته کې يې چاودنه کړې ده.
د ارغنداب د پولیسو قومندان، نیاز محمد مجاهد ویلي په دغه پيښه کې پنځلس تنه ټپيان شوي دي.