ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ راتلونکو څو ورځو پورې له افغانستانه د لا زیاتو امریکایي سرتیرو د ایستنې پروګرام په ډاګه کړي.
ټرمپ په خپلو تازه ټاکنیزو څرګندونو کې ویلي چې امریکايي ځواکونه نور خپل کور ته وربولي او نور د دې اړتیا نشته چې دغه ځواکونه د امریکا له پولو د باندې ووسي.
واشینګټن پوست ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ځينو سرچینو له خولې لیکلي چې کیدای شي ټرمپ د سپټامبر پر یوولسمه ورځ، له افغانستان او عراق نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پروګرام اعلان کړي.
ولسمشر ټرمپ د داعش د ډلې مشر البغدادي او د ایران سپاه پاسدارانو د قدس ډلې قومندان قاسم سلیماني وژل، د خپلې واکمنۍ لویې لاسته راوړنې بللې دي.
د ټرمپ په وینا د سولې هغو هڅو ته په کتو سره چې منځۍ اسیا کې روانې دي، نور دې ته اړتیا نشته چې امریکايي سرتیري د باندې وي.
ټرمپ ویلي: “موږ دوه لوی ترهګر، البغدادی او قاسم سلیماني چې د کلونو لپاره یې زموږ سرتیري وژل، له منځه یوړل. موږ امریکا یوه بله جګړه کې ښکیل کیدو نه وژغورله او هڅه کوو چې خپل سرتیري بیرته کور ته راوبولو. موږ سلګونه میلیارده ډالر مصرف کړل، خو هیڅ مو ترلاسه نه کړل.“
د امریکا او طالبانو د قطر د هوکړې پر بنسټ، امریکایي ځواکونه اړ دي چې د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې له افغانستانه خپل ټول سرتیري وباسي.
بله خوا، لیدل کیږي چې د افغانستان د سولې بهیر هم له ستونزو سره مخ شوی او معلومه نه ده چې امریکايي ځواکونه به افغانستان کې د سولې له ټیګیدو وړاندې وځي او که امریکا به خپلې ستراتیژۍ ته بدلون ورکوي.
یو شمیر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې کیدای شي امریکا په دغه هیواد کې د ټاکنو له تیریدو وروسته، د افغانستان سولې په تړاو خپل دریځ بدل کړي.