د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح له یوې بمي چاودنې روغ ووت.
دا چاودنه نن سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د کابل ښار څلورمې حوزې اړونده تایمني څلورلارې کې شوې ده.
کورنیو چارو وزارت وايي په دې چاودنه کې ۱۰ تنه ملکیان وژل شوي او د ښاغلي صالح د ساتونکو په ګډون ۱۵ تنه پکې ټپيان شوي دي.
په پيښه کې د امرالله صالح کیڼ لاس هم برڅيرن ټپي شوی دی.
ښاغلي صالح له چاودنې وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړ او له هغو کورنیو یې بخښنه وغوښته چې دغه چاودنه کې ورته زیان رسیدلی دی.
صالح د خپلې مبارزې پر دوام هم ټينګار وکړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ او د مصالحې عالي شورا دغه برید غندلی او د پیښې پر څیړنې یې ټينګار کړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې پر ښاغلي صالح برید غندلی او له نورو قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
طالبان وایي په دې برید کې دوی لاس نه لری.
د برید مسوولیت کومې بلې ډلې هم تر اوسه پر غاړه نه دی اخیستی.