د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح وایي سوله طالب وسله والو ته د تسلیمیدو په مانا نه ده او دغه ډله به هم د نظام اوسنیو ارزښتونو ته تسلیمه نه شي.
ښاغلي صالح چې نن سه شنبه یې کابل کې د احمد شاه مسعود نولسم تلین او د شهید اونۍ پيل مراسمو کې خبرې کولې، په خپلو خبرو کې وویل د بین الافغاني مذاکراتو پيل یواځينۍ لار ده چې مونږ د سولې خوا ته هڅولی شي.
صالح زیاته کړه چې که چېرې طالبان په ولس کې ریښې لري، نو رادې شي او د ټاکنو له لارې دې ثابته کړي.
هغه ټينګار وکړ چې د سولې خبرو کې به د احمد شاه مسعود فکري کرښې او مبارزاتو لاره نیول کیږي، نه د ولسمشر غني دریځ.
امرالله صالح دغو مراسمو کې د ولسمشر غني پیغام ولوست او زیاته یې کړه چې ولسمشر هغه سوله غواړي د کومې سولې چې احمد شاه مسعود غوښتنه کوله.
دغو مراسمو کې د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله، محمد کریم خلیلي، محمد محقق، صلاح الدین رباني او یو شمیر نورو سیاسي او جهادي څیرو هم برخه اخیستې وه.
عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل دوی د ننه هیواد کې له هیچا سره دښمني نه لري، له همدې امله طالبانو سره هم دښمني باید نوره ختمه شي.
عبدالله هیله وښوده چې طالبانو سره خبرې ښې پایلې ولري او ټول وکولی شي د یو او بل ترڅنګ ژوند وکړي.
احمد شاه مسعود نولس کاله وړاندې د تخار ولایت خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د دوو تنو عرب ترهګرو له خوا، چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، ترور شو.
د هغه د وژل کیدو ورځ هر کال په افغانستان کې په ځانګړو مراسمو کې لمانځل کیږي.