د ملي مصالحي عالي شورا مشر، عبدلله عبدالله وایي طالبانو سره دښمني باید نوره پای ته ورسیږي.
ښاغلي عبدالله چې نن سه شنبه یې کابل کې د احمد شاه مسعود نولسم تلین او د شهید اونۍ پيل مراسمو کې خبرې کولې وویل په هیواد کې د ننه له هیچا سره دښمني نه ده پکار، نو له همدې امله غواړي چې طالبانو سره هم دښمني پای ته ورسیږي.
عبدالله وویل،زیات شمیر افغانانله نورو سره په سیاست، اداره او نورو چارو کې د نظر اختلاف لري، خو دا د نظر اختلاف باید د تاوتریخوالي، جګړې او وینې تویېدو لامل ونه ګرځي.
هغه که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيل نیټې په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې دواړه لوري به ډیر ژر مخامخ سره کیني او خبرې به پيل کړي.
عبدالله هیله وښوده چې دا خبرې نتیجه ورکړي او ټول په ګډه سره یوځای ژوند وکړي.
ښاغلي عبدالله ملي اتل احمد شاه مسعود یو استثنا وباله او زیاته یې کړه چې مسعود تل په هیواد کې د مقاومت ترڅنګ، د سولې د ټيګښت هڅې کولې.
د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح هم چې دغو مراسمو کې یې خبرې کولې، طالبان دښمن وبلل او پر جمهوریت باندې ټینګار سره یې وویل چې د افغانستان خلکو د دغه نظام جوړیدو لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي دي.
ښالي صالح وویل جمهوریت سره کرښه نه بولي، خو دا نظام د دوو یا څو کسانوغوښتنه هم نه ده.
دغو مراسمو کې محمد کریم خلیلي، محمد محقق، صلاح الدین رباني، د مارشال دوستم او عبدرب رسول سیاف زامنو او یو شمیر نورو سیاسي او جهادي څیرو برخه اخیستې وه.
احمد شاه مسعود نولس کاله وړاندې د تخار ولایت خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د دوو تنو ترهګرو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، ترور شو.
له هغه وروسته د وږې میاشتې اتلسمه نیټه، چې د مسعود ترور کیدو ورځ ده، هر کال په افغانستان کې په ځانګړو مراسمو کې لمانځل کیږي.