د مصالحې عالي شورا د طالب سياسي پلاوي کې د بدلونون په غبرګون کې وايي طالبان په ادلون بدلون سره فرصت له لاسه ورکوي.
د مصالحې شورا وياند، فريدون خوځون يک تلويزيون سره خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې نور ځنډ ونه کړي او د بين الافغاني خبرو نيټه معلومه کړي.
دا غبرګون له هغه وروسته ښودل کيږي چې طالبانو پرون اعلان وکړ چې شيخ عبدالحکيم يې د خپل مذاکراتي ټيم مشر او عباس ستانکزى يې د هغه مرستيال ټاکلى دى.
د بنديانو د تبادلې بهير څو ورځې وړاندې پاى ته رسيدلى دى، خو تر اوسه د سولې مخامخ خبرې نه دي پيل شوي.
افغان حکومت وايي دا خبرې د طالب مشرانو ترمنځ اختلافونو له امله ځنډيدلي دي.
سره له دې دې چې د بين الافغاني خبرو د پيليدو نيټه نه ده معلومه، خو يک تلويزيون ته يوې سرچينې وويل چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوى سبا قطر ته روانيږي.
بله خوا، افغان سولې ته د امريکا ځانګړى استازى، زلمى خليلزاد هم د دغو خبرو ژر پيليدو په موخه قطر ته رسيدلى دى.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي زلمى خليلزاد به د افغان سولې پرمخ بيولو لپاره د سيمې هيوادونو ته ته هم سفر وکړي.