افغان سولې ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى، زلمى خليلزاد د افغانانو ترمنځ سولې خبرو ژر پيليدو په موخه قطر ته تللى دى.
د امريکا بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد د تیرې جمعې په ورځ قطر ته تللی دی.
په اعلامیه ویل شوي چې د جګړې پای ته رسېدو لپاره افغانان د تاوتریخوالي کمولو او سیاسي جوړجاړي لپاره چمتو دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې افغانان باید د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او اوس د خبرو پیلېدو وخت دی.
ټاکل شوې وه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي هم د بین الافغاني خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي، خو حکومتي چارواکي وايي دا سفر طالب مشرانو ترمنځ اختلافونو له امله ځنډېدلی دی.
تېره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وویل چې د حکومت مذاکراتي پلاوی خبرو ته چمتو دى او طالبان هم باید چمتو شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو هم له خپل اړخه د ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوي د اعلان خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دغه۲۱ کسیز مذاکراتي ټېم مشر شیخ مولوي عبدالحکیم او مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی دی.