افغان حکومت وايي د سولې بين الافغاني خبرې د طالبانو نه چمتووالي له امله ځنډيدلي دي.
د مصالحې عالي شورا وايي چې د افغانستان حکومت خبرو لپاره بشپړ چمتووالى لري، خو طالبان تر اوسه دې ته نه دي تيار شوي چې دا خبرې پيل شي.
د حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديانو د تبادلې بهير څو ورځې وړاندې پاى ته رسيدلى دى، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا خبرې به کله پيل شي.
ددغې شورا وياند، فريدون خوځون ويلي: “د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکراتي پلاوی چمتو دی چې په مذاکراتو کې برخه واخلي. د بندیانو د خلاصون بهیر پای ته رسېدلی او د مذاکراتو د ځنډېدو لپاره هېڅ بهانه نشته؛ مګر طالبان تر اوسه هم نه دي چمتو شوي چې په مذاکراتو کې برخه واخلي. موږ په تمه یو چې طالبان چمتو او حاضر شي څو مذاکرات پیل شي.”
سولې چارو کې د دولت وزارت هم ويلي چې طالب پلاوى خبرو ته چمتو نه دى او ددغه پلاوي يو شميې غړي لا قطر ته نه دي ورغلي.
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو د سياسي دفتر وياند، سهيل شاهين يک تلويزيون ته ويلي چې ملا برادر او ورسره پلاوي يې قطر ته رسيدلي او نن ماښام به معلومه شي چې بين الافغاني خبرې کله پيليږي.
په همدې حال کې د امريکا د ملي امنيت سلاکار ويلي واشينګټن په افغانستان کې د اوربند او سولې ټينګښت لپاره هڅه کوي او دغه هيواد کې سوله د ټرمپ يو لومړيتوب دى.