ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی سبا پنجشنبه طالبانو سره بین الافغاني خبرو لپاره قطر ته لاړ شي.
د حکومت یو پنځه کسیز مقدماتي پلاوی د تدارکاتي چارو او سولې پلاوي لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه قطر ته رسیدلی دی.
یوې معتبرې سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې د بندیانو دتبادلې بهیر نن پای ته رسیږي او نن د طالبانو د بندیانو وروستۍ ۱۲۰ کسیزه ډله خوشې کیږي.
طالبانو هم تر اوسه ۴ د کومانډو سرتیري خوشې کړي او ټاکل شوې ده چې نن دوه نور سرتیري هم ازاد کړي.
د ملي مصالحې عالي شورا ویاند، فریدون خوځون یک تلویزیون ته ویلي چې د مذاکراتو پلاوی سبا پنجشنبه د قطر پلازمینې دوحې ته روانیږي.
د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح هم د طالبانو د جنجالي بندیانو او د افغان پوځ د کومانډو سرتیرو د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.
د همدې ترڅنګ، د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي نن اعلان وکړ چې د طالب بندیانو یوه ډله ازاده شوې او دا بهیر لاهم دوام لري.
صدیقي له طالبانو هم غوښتي چې د بندیانو خلاصون په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
په عین حال کې، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي نن په ارګ کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره ناسته کړې ده.
ولسمشر غني پلاوی ته ویلي چې د تاوتریخوالي کمیدل او اوربند باید د دوی د پروګرامونو په سر کې وي.
بله خوا، افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، د افغانستان په ښارونو کې د طالبانو بریدونه غندلي او هغه یې د دوحې د تړون خلاف بللي دي.
دا غبرګون له هغه وروسته رابرڅيره کیږي چې طالبانو پرون د پکتیا په ښار کې د عامه ساتنې پر یوه کنډک موټربم او وسله وال برید وکړ.