د افغانستان ولسي جرګې د دولت د ملي دسترخوان پروګرام د دوهم ځل لپاره رد کړ.
د جرګې اداري پلاوي په یوه مکتوب کې له مالیې وزارته غوښتي چې د دغه پروګرام په اړه د غیر قانوني اقداماتو مخنیوی وکړي.
خو د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح ویلي که چیرې حکومت دا ځانګړې شوې پیسې په دغه پروګرام کې مصرف نه کړي، نو دا پيښې به بیرته مرسته کوونکو هیوادونو ته ور وګرځي.
ښاغلي صالح ویلي چمتو دی چې ولسي جرګې ته لاړ شي او د جرګې استازو ته په اړه وضاحت ورکړي.
ټاکل شوې ده چې د دغه پروګرام له لارې د ۲۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت توکي پر خلکو وویشل شي.