د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر بیا پیلیدو سره ۲۰۰ تنه طالب وسله وال او ۴ تنه افغان کومانډو سرتیري خوشې شوي دي.
همدارنګه ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبه ۲ تنه د کومانډو سرتیري او د طالبانو پاتې ۱۲۰ تنه بندیان خوشې شي او دا بهیر پای ته ورسیږي.
يوه بله سرچينه وايي چي د طالب وسله والو سره ۸ تنه د کمانډو سرتیري بندیان دي، چي دوه يې ځني تښتېدلي، څلور يې خوشې کړي او دوه نور کمانډويان به هم نن يا سبا افغان حکومت ته وسپارل شي.
طالبانو دغه کمانډويان دوه کاله مخکې د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال نيولي وو.
د بندیانو د تبادلې بهیر له بشپړیدو سره سمدستي په قطر کې بین الافغاني مذاکرات پيلیږي، خو تر اوسه یې دقیقه نیټه نه ده معلومه.
د حکومت یوه مقدماتي پلاوی له وړاندې نه قطر ته تللی دی، ترڅو د بین الافغاني ناستې جوړیدو چمتووالی ونیول شي.