ټاکل شوې ده چې د افغان حکومت د سولې مرکچی پلاوی تر راتلونکو دوو ورځو پورې طالبانو سره خبرو لپاره قطر ته لاړ شي.
د سولې مرکچي پلاوي یو شمیر غړي وایي د بندیانو خلاصون بهیر کې د پام وړ پرمختګ شوی او د بین الافغاني خبرو پیلیدو پر وړاندې نور هیڅ خنډ نه دی پاتې.
د همدې ترڅنګ، یو شمیر دولتي سرچینې وایي د طالبانو لږترلږه ۱۰۰ تنه بندیان تیره شپه د افغانستان له زندانونو ازاد شوي دي.
دا بندیان د کابل له پلچرخي او د کندهار له مرکزي زندانه ازاد شوي دي.
د مصالحې عالي شورا هم منلي چې د بندیانو د تبادلې بهیر له سره پيل شوی او د دغه بهیر ختمیدو سره به بین الافغاني خبرې پيل شي.
د یادولو وړ ده چې افغان حکومت تر دې وړاندې ویلي و ترڅو چې طالبان د افغان حکومت کومانډو ځواکونو سرتیري ازاد نه کړي، طالب بندیان نه خوشې کوي، خو اوس معلومه نه ده چې طالبانو د حکومت دا شرط منلی دی که نه.