په پروان ولایت کې د سختو سیلابونو له راوتلو اووه ورځې تیرې شوي دي، خو لاهم یو شمیر خلک د خپلو کورنۍ غړو او خپلوانو د جسدونو لټون کوي.
معلومات ښيي چې لاهم له دولسو تر پنځلسو پورې جسدونه تر خاورو او خټو لاندې ورک دي.
پيښې ته د رسیدنې چارو کې د دولت وزیر، غلام بهاوالدین جیلانی وایي د ټولو جسدونو تر موندل کیدو پورې به د لټون عملیات روان وي.
د سیمې یو شمیر اوسیدونکي پر حکومت له دې امله نیوکه کوي چې د جسدونو لټون لپاره لازم تجهیزات نه لري او کارونه ډیر ورو روان دي.
تر اوسه د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو له امله ۱۹۰ تنه وژل شوي او ۱۷۲ نور ټپیان دي.
د ښاغلي جیلاني په خبره دغو سیلابونو کې څه باندې ۱۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه او ۲۶۹۶۰ نور د استوګنې کورونهزیات زیانمن شوي دي.
همداشان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، یواځې په پروان ولایت کې نږدې ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه زیانمنه شوې، ۳۶ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۵۲ کورونه زیات زیانمن شوي او ۱۵۵ نور کورونه کمه اندازه زیانمن شوي دي.