دفاع وزارت منلي چې د پوځ یوه چورلکه په تخار ولایت کې لویدلې ده.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا (ایم ای ۱۷) ډوله چورلکه نن سه شنبه له غرمې وروسته د ناستې پر مهال د تخنیکی ستونزې له کبله سقوط کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا چورلکه په کندز ښار کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو له هوایي ډګره د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ په لور روانه وه.
په پيښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
دفاع وزارت وایيپه دې تړاو خپلې څېړنې پیل کړې او د څېړنو له پایته رسیدو وروسته به بشپړ جزییات خپاره کړي.