وسله وال نن د پکتیا په مرکز ګردیز کې د عامه ساتنې کنډک باندې موټربم او وسله وال برید وکړ.
دا برید نن سه شنبه سهار شاخوا پنځه بجې شوی دی.
کورنیو چارو وزارت د دې پيښې په تایید سره ویلي چې له موټربم چاودنې وروسته دوه تنه بریدګر چې غوښتل یې قرارګاه ته ننوځي، د پولیسو له خوا ووژل شول.
په دې پيښه کې درې تنه سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د پکتیا ولایت مقام هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې بریدګرو د عامه ساتنې او قطارونو ساتنې پر کنډک موټر بم بريد وکړ او دوه تنه له امنيتي ځواکونو سره په نښته له لس دقيقې مقاومت وروسته له منځه يوړل شول.
وسله والو طالبانو ویلی چې دا برید دوی کړی دی.