د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت، د اراضۍ او ښار جوړونې وزارت او د (ټاپي لمټډ) شرکت د ټاپي پروژې استملاکي چارو بیا پيلیدو لپاره یو درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک له مخې به د استملاکي چارو تر بشپړیدو وروسته په راتلونکي کال کې د ټاپي پروژې عملي چارې پيل شي.
د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت وایي د دې پروژې پیلیدو سره به په هرات ولایت کې له ګازو د ګټې اخیستنې یو مرکز هم جوړ شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي عملي چارې راتلونکې میلادي کال کې پيلیږي.
د دغه وزارت سرپرست، هارون چخانسوري د دغه هوکړه لیک لاسلیک کیدو مراسمو کې وویل چې د اسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې لپاره یو میلیارد او سل میلیون ډالر ځانګړي کړي چې یوه اندازه به یې افغانستان کې پر دغې پروژې ولګول شي.
د دې پروژې د لارې په اوږدو کې د امنیت ټينګښت لپاره هم د امنیتي بنسټونو یوه ګډه کمیټه جوړه شوې ده.
د کلیو د پراختیا وزارت هم د پروژې عملي کیدو لپاره د خلکو د همکارۍ د جلبولو دنده پر غاړه اخیستې ده.
د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د ۸۶۰ کیلومتره اوږدوالي له ډلې، څلویښت سلنه یې د خلکو شخصي ځمکې دي.
د نن ورځې د لاسلیک شوي هوکړې له مخې، د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت او ټاپي لمټد شرکت یوه ډله د ځمکو استملاک باندې کار کوي.
همداشان به یوه بله کمیټه د پروژې د چارو څارنه کوي.
ولسمشر غني د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ میاشت کې د هند، ترکمنستان او پاکستان لوړپوړو چارواکو په حضور کې د دغې پروژې عملي چارې پرانستلې، خو تر اوسه چې نږدې دوه کلونه تیر شوي، د پروژې عملي کار کې پرمختګ نه دی شوی.