د ملي مصالحې شورا مشر، عبدالله عبدالله د دغې شورا جوړښت په تړاو د ولسمشر غني فرمان پر وړاندې غبرګون وښود.
عبدالله عبدالله نن دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سیاسي هوکړه لیک پر بنسټ د دې شورا غړي د یو شمیر اړخونو په سلا مشورو جوړیږي او په دې هکله د ولسمشر غني فرمان ته اړتیا نه وه.
په اعلامیه کې ویل شوي: “د سیاسي هوکړه لیک پر اساس د دې شورا د رسمیت او رامنځته کېدو بحث د ملي مصالحې عالي شورا له مشر، سیاسي طرفونو او رهبرانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو له ریسانو، مدني ټولنې او د هېواد له نخبه ګانو سره په مشوره، تشکیلېږي. نو په دې اساس، د دې شورا ایجاد د ملي مصالحې د عالي شورا د رئيس له صلاحیتونو څخه دي او د ولسمشرۍ د محترم مقام د فرمان ایجاب نه کوي.”
عبدالله عبدالله ویلي د مصالحې شورا جوړښت باید هر اړخیز او ټولشموله وي او په دې برخه کې د هېواد له مختلفو سیاسي ـ مدني رهبرانو او جریانونو سره مشورې پيل شوي او د وروستي کېدو په حال کې دي.
د یادولو وړ ده چې ولسمشر غني وړمه شپه په یوه فرمان کې د مصالحې عالي شورا د غړو معرفي کیدو په تړاو یو فرمان ورکړ.
پخواني ولسمشر حامد کرزي، د جمعیت اسلامی ګوند مشر صلاح الدین رباني او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار چې دغې شورا کې یې نومونه یاد شوي، په شورا کې له ګډونه سر غړولی دی.