افغان ولسمشر اشرف غني د جلا فرمانونو له لارې د کابینې د پاتې وزارتونو نوماند وزیران اعلان کړل.
د ولسمشر غني ویاند، صدیق صدیقي نن دوشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا کسان به ډير ژر ملي شورا ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي شي.
د دغو فرمانونو پر اساس معرفي شوي کسان په لاندې ډول دي:
بشیر احمد تینچ د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند او سرپرست په توګه
نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند او سرپرست په توګه
قدرت الله ذکی ترانسپورت وزارت نومانداو سرپرست په توګه
معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نومانداو سرپرست په توګه
انورالحق احدي د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارتاو سرپرست نوماند په توګه
محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو وزارت نومانداو سرپرست په توګه
فضل احمد معنوي عدلیې وزارت نومانداو سرپرست په توګه
نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چاور وزارت نومانداو سرپرست په توګه
عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت نومانداو سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
همداشان سید سعادت منصور نادري د سولې چارو کې د دولت وزیر په توګه ټاکل شوی دي.
د یادولو ده چې دا هغه کسان دي چې د عبدالله عبدالله له خوا کابینې لپاره په ګوته شوي دي.
ولسمشر غني د کابینې د خپلې برخې نوماند او سرپرست وزیران له وړاندې معرفي کړي دي.