په پروان ولایت کې د سیلابونو له بهیدلو پنځه ورځې تیرې شوي دي، خو لاهم یو شمیر خلک تر خاورو او خټو لاندې د خپلو کورنۍ غړو او خپلوانو جسدونه لټوي.
په دغه ولایت کې د سیلابونو راوتلو پيښه کې تر اوسه د وژل شوو کسانو شمیر ۱۲۵ تنو ته رسیدلی او نږدې ۲۵۰ تنه نور ټپیان دي.
هلته داسې کسان هم شته چې د کورنۍ لس غړي یې له لاسه ورکړي او زیات شمیر کوچني ماشومانو هم خپل میندې او پلرونه له لاسه ورکړي دي.