افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي هیوادوال باید له سولې ویره ونه لري، ځکه چې د ده په وینا طالبانو سره سوله کول د واک د ویش یوه سیاسي معامله نه ده.
ولسمشر غني نن یکشنبه په کابل کې د عاشورا ورځې په مناسب جوړو شوو مراسمو کې د وینا پرمهال وویل چې دا سوله د جمهوري نظام تر چتر لاندې رامنځته کیږي، نو هیڅ د اندیښنې وړ خبره نه ده.
د غني په وینا هغه څوک چې غواړي خپلې غوښتنې د زور له لارې پر نورو ومني، باید چې دوباره فکر وکړي.
د همدې ترڅنګ، د ولسمشر مرستیالانو، امرالله صالح او سرور دانش هم په خپلو خبرو کې جمهوري نظام او اساسي قانون ځان لپاره سرې کرښې بللې او ویلي یې دي چې خلک به له جمهوري نظام نه ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې بهیر یو ځل بیا له خنډ سره مخ شوی او پر دغه بهیر د خلکو باور ورځ تر بلې د کمیدو په حال کې دی.
که څه هم دوی د بین الافغاني خبرو پیلیدو په تړاو څه ونه ویل، خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل چې تمه لري دا خبرې ژر پيل شي.