د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، امریکا لېواله ده چې له وسله والو طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.
دا په داسې حال کې دي چې تېره اونۍ مایک پمییو وویل چې، دی به له طالبانو سره کومه رسمي هوکړه ونکړي ځکه چې په خبره یې په دې سره به هغې ډلې ته چې امریکا ورسره جنګیږي مشروعیت ورکړل شي.
مایک پمپیو پرون جمعه له یوې امریکایي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې امریکا له افغان حکومت سره پر یوې هوکړې کار کوي او په خبره یې امریکا به د طالبانو په شمول له نورو سره هم هوکړې لاسلیک کړي.
مایک پمپیو ټینګار کړی چې، امریکا به له طالبانو سره کومه «بې اساسه او احمقانه» هوکړه لاسلیک نه کړي.
همدارنګه مایک پمپیو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو په اړه ویلي چې، مونږ دا ژمنه کولای شو چې افغانان د لومړي ځل لپاره خبرو ته سره کینوو او په وینا یې زلمي خلیلزاد اوس هم په سیمه کې په دې اړه لاس په کار دی.