د سولې د پخوانۍ عالي شورا مشر، محمد کریم خلیلي وايي کله چې هغه د سولې عالي شورا مشر و، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته یې لیک ور استولی او د لیک ځواب یې هم تر لاسه کړی و.
د ښاغلي خلیلي په وینا د طالبانو لومړنی پلاوی په هلمند کې له دوی سره مخامخ خبرو ته حاضر شول او دوی هم دا خبر ولسمشر غني ته ورساله.
خلیلي چې نن یکشنبه یې کابل کې د عاشورا مراسمو کې خبرې کولې وویل ولسمشرد حکومت مشرتابه هغه مهال د دې کار هرکلی وکړ، خو زیاته یې کړه چې دې کار لپاره هیڅ چمتووالی نه لري.
خلیلي دا هم وویل چې دوی د خپل کار موده کې درې ځلې په بلګراد کې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمیدو په اړه ناسته وکړه او ولسمشر غني هم په انلاین ډول له دوی سره خبرې وکړي، خو د خلیلي په ویناحکومت له یادو فرصتونو ګټه وانخیسته.
هغه همداشان وویل چې د سولې رامنځته شوي فرصت نه باید د جګړې ختمیدو لپاره ګټه واخیستل شي.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني پرون د مصالحې عالي شورا یو شمیر غړي اعلان کړل.
پخواني ولسمشر حامد کرزي چې دغه شورا کې ګډون لري، ویلي چې هیڅ دولتي چوکاټ کې برخه نه اخلي.