په پروان ولایت کې د ورانوونکو سیلابونو تر بهیدلو څلور ورځې تیرې شوي دي، خو لاهم د یو شمیر کسانو جسدونو تر خاورو او خټو لاندې پاتې دي.
نن په څلورمه ورځ شپږ جسدونه له خاورو ایستل شوي دي.
په دې سره د ټولو وژل شوو کسانو شمیر ۱۱۶ تنو ته رسیدلی دی.
د پروان ځایي چارواکي وایي لاهم د یو شمیر کسانو جسدونه لادرکه دي.
د بکتاش په نوم یو دولس کلن ماشوم چې دغه پيښه کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي له حکومته غواړي چې راتلونکي ژوند ته یې پام وکړي.
د بکتاش مور د خپل ژوند په قیمت، خپل ځوی وژغوره او خپله د سیلاب په اوبو کې لاهو شوه.
د دغه ماشوم پلار هم چې په پوځ کې یې دنده ترسره کوله، شپږ میاشتې وړاندې په کندز کې د یوې چورلکې نسکوریدو پيښه کې وژل شوی دی.
د پروان غمیزه کې داسې کسان هم شته چې د کورنۍ لس غړي یې له لاسه ورکړي دي.
توندو بارانونو او سیلابونو د افغانستان زیات شمیر برخو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، خو پروان ولایت کې یې لوی انساني ناورین رامنځته کړی دی.