افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، سکاټ میلر د طالبانو او القاعده ډلې ترمنځ اړیکې مبهمې بللي، خو زیاته کړې یې ده چې دوی دا اړیکې څاري.
مېلر ویلي طالبان باید له خپلو کړیو ژمنو سره سم، له دغې شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړي.
هغه په دې هکله ویلي: “د طالبانو او القاعده ډلې اړیکې لاهم مطرح او د بحث وړ دي. موږ دغه مسله څارو، ځکه چې طالبانو کلکه ژمنه کړې او باید چې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.”
ښاغلي مېلر یک تلویزیون سره په خبرو کې ویلي داعش، القاعده او نورې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې فعالې دي، خو د غوڅ ماموریت ملاتړ ځواکونه په ټول افغانستان کې له افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای د دغو ډلو فعالیتونه تر څار لاندې لري.
سکاټ مېلر په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه بللې، خو زیاتوي چې له رامنځته شوې فرصت به ګټه پورته کړي، ترڅو تاوتریخوالی کم شي او خبرو ته لاره هواره شي.
د مېلر په وینا د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او طالبان هم نشي کولی چې له دې لارې بریا ترلاسه کړي.
هغه په دې هکله د یوې پوښتې په ځواب کې ویلي: “نه، طالبان نشي کولی چې د جګړې له لارې ګټونکي شي. طالبانو اوس پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي. افغانان یو او بل وژنی. په خواشینۍ سره چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته ده. اړتیا ده چې دا وژنې ودرول شي؛ دا هغه څه دي چې یواځې د سیاست له لارې کیدلی شي.”
بله خوا، د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد هم ویلي چې طالبانو له امریکا سره د کړیو ژمنو خلاف، بریدونه زیات کړي او د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د دوی کړنه کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
اسدالله خالد القاعده شبکه او داعش افغانستان لپاره ګواښ بللی، خو ترڅنګ یې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو په هکله هم ډاډ ورکوي.
د خالد په وینا همدا اوس د هوایي او ځمکنیو عملیات ۹۰سلنه برخه د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پرمخ ځي او بهرني ځواکونه یواځې په ځانګړو مواردو کې د دوی ملتیا کوي.
دا په داسې حال کې دي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، حنیف اتمر تیره ورځ وویل چې د همدې اونۍ په بهیر کې د طالبانو پاتې بندیان خوشې کیږي.
د ملي مصالحې شورا مشر، عبدالله عبدالله هم دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې په همدې اونۍ کې پيلیږي.
خو طالبانو بیا د سولې خبرو پیلیدو لپاره د خپلو زندانیانو پر خوشې کیدو ټينګار کړی دی.
د همدې ترڅنګ، وروستیو اونیو کې هیواد کې د جګړې شدت هم زیات شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین نن شنبه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې طالبانو تیره یوه اونۍ کې د خپلو بریدونو او تحرکاتو په پایله کې ۶۷ تنه ملکي وګړي وژلي او ۱۷۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.