د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د طالب بندیانو خلاصون په هکله د حکومت په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
د دغې شورا ویاند، جاوید فیصل نن شنبه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې طالبان باید د دوی د ۳۲۰ بندیانو له خلاصون وړاندې د دولت نیول شوي کومانډویي سرتیري خوشې کړي.
دا په داسې حال کې دي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، حنیف اتمر تیره ورځ وویل چې د همدې اونۍ په بهیر کې د طالبانو پاتې بندیان خوشې کیږي.
د ملي مصالحې شورا مشر، عبدالله عبدالله هم دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې په همدې اونۍ کې پيلیږي.
طالبانو بیا د سولې خبرو پیلیدو لپاره د خپلو زندانیانو پر خوشې کیدو ټينګار کړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو اونیو کې هیواد کې د جګړې شدت زیات شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې طالبانو تیره یوه اونۍ کې د خپلو بریدونو او تحرکاتو په پایله کې ۶۷ تنه ملکي وګړي وژلي او ۱۷۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.