د کندهار ولایت ځایي چارواکي وايي د دغه ولایت په سپین ولسوالۍ کې نن جمعه سهار اووه بجې د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې پایله کې یې ۱۲ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند، بهیر احمد احمدي ویلي پیښه د سپین بولدک ولسوالۍ په لوي کاریز سیمه کي هغه مهال رامنځته شوه، چي د ولسي وګړو یو ډاټسن موټر د وسله والو پر ښخ کړل شوي ماین برابر شو.
د ښاغلي احمدي په وینا د چاودني له کبله د وژل شوو ملکیانو پیژندنه ګرانه ده او وروسته به مالومه شي، چي څومره ښځې او ماشومان پکې دي .
د لومړنیو راپورونو له مخې وژل شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي .
که څه هم وسله والو طالبانو ددغه پيښي په اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې له تیرو دوو میاشتو راهیسې د نورو بریدونو تر څنګ پر ګڼو لارو د ماینونو اېښودلو چارې هم پراخې کړي دي.