د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپپرست، حنیف اتمر ویلي د طالبانو پاتې بندیان تر راتلونکې یوې اونې پورې خوشې کیږي او په پایله کې به یې د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي.
د حنیف اتمر په وینا ټول هغه څه چې تر اوسه د افغانانو خپلمنځي خبرو پر وړاندې خنډ و،له منځته تللي او د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلیدو لپاره فرصت برابر شوی دی.
محمد حنیف اتمر د متحده ایالاتو سولې انسټیټیوټ سره پرلیکه مرکه کې ویلي چې د افغانستان حکومت سولې ته ژمن دی او ټول هغه ګامونه یې پورته کړي چې د سولې لامل ګرځي.
دا په داسې حال کې دي چې د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پرون پنجشنبه په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې راتلونکې اونۍ کې بین الافغاني خبرې پيلیږي.
طالبانو بیا راتلونکې اونکې کې د مذاکراتو پيلیدل رد کړي او ویلي یې دي چې د دغې ډلې د زندانیانو تر خوشې کیدو یوه اوونۍ وروسته به مذاکرات پیل شي.