افغان ولسمشر اشرف غني نن پنجشنبه د ملي دسترخوان پروګرام د بودجې مالي سند لاسلیک کړ.
ولسمشر غني د دې سند لاسلیک کیدو پرمهال دولتي کار کوونکو، په ځانګړي توګه ولسوالانو او د پولیسو قومندانانو ته خبرداری ورکړ چې دغه پروګرام کې لاسوهنه ونه کړي.
ټاکل شوې ده چې د دغه پروګرام له لارې ۴.۵ میلیونه کورنیو ته مرستې وویشل شي.
دا پروګرام په لومړي پړاو کې د هیواد په ۱۲۳ ولسوالۍ کې او دوهم پړاو کې په ۲۳۵ ولسوالیو کې پلی کیږي.
د دې پروګرام ټول لګښت څه باندې ۲۴۴ میلیونه ډالر دي، چې د نړیوال بانک او ماليې وزارت له خوا ورکول کیږي.
دا هغه پروګرام دی چې څه موده وړاندې د ولسي جرګې د غړو له خوا رد شوی و.
همداشان په ټولنیزو رسنیو کې هم زیات شمیر خلکو له دغه پروګرام سره مخالفت ښودلی و.