کندهار ولایت کې په تیره یوه میاشت کې ۹۷ تنه ملکي وګړي په چاودنو او نښتو کې وژل شوي او څه باندې ۹۰ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د بشري حقونو کمیسیون د موندنو پراساس، د ملکي وګړو د دغو تلفاتو یو لوی لامل د مخالفینو له لوري د سړک پر غاړو ځای پر ځای کړل شوي ماینونه دي.
دغه کمیسیون ویلي چې په تیره یوه میاشت کې په کندهار کې ۸۹ چاودنې شوي دي، هغه کچه چې تیر یو کال کې بې سارې بلل شوې ده.
حکومتي چارواکي د ملکي تلفاتو ټوله پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت ارغستان، معروف، تخته پل، پنجوایي، خاکریز، شاه ولیکوټ، ارغنداب، او ډنډ هغه ولسوالۍ دي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د مخامخ نښتو ترڅنګ، زیاتې چاودنې هم پکې کیږي.