په پروان ولایت کې د سیلابونو له راوتلو دوې ورځې تیرې شوي دي، خو لاهم د وران شوو کورونو په خاورو او خټو کې د وژل شوو کسانو جسدونه پلټل کیږي.
پيښو ته د رسیدنې چارو کې د دولت وزارت وایي په دغو سیلابونو کې تر اوسه ۱۰۱ تنه وژل شوي او ۱۰۹ نور ټپيان شوي دي.
دغو سیلاب ځپلو ته لاهم د دولت له خوا مرستې نه دي رسیدلي.
پروان کې زموږ خبریال، شکیب مولوی زاده وایي یو شمیر زیانمنو کورنیو تیره شپه په نهاره تیره کړې ده.
د پروان والي فضل الدین عیار ویلي دغو کسانو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي چمتو شوي دي، تردې چې د اوسیدو ځایونه هم ورته په پام کې نیول شوي، خو دا توکي له دقیقې سروې وروسته ویشل کیږي.
د مصالحې شورا مشر، عبدالله عبدالله چې نن پروان ولایت ته تللی و، سیلاب ځپلو ته د لومړنیو مرستو د رسونې ژمنه کړې ده.
د نن ورځې تر ماسپښینه یواځې د ملي پوځ سرتیرو او یو شمیر خیریه بنسټونو له خوا یوه اندازه خوراکي توکي پر خلکو ویشل شوي دي.
پروان کې داسې کورنۍ هم شته چې تر لسو پورې غړي یې دغو سیلابونو کې له لاسه ورکړي دي.
د یو شمیر کسانو د مړي او ژوندي درک لا نه دی لګیدلی.