د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله وایي، د مذاکراتو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی او ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ کې دغه مذاکرات په قطر کې پیل شي.
ښاغلي عبدالله دا خبرې نن پنجشنبه په کابل کې یوې غونډې ته کړي دي.
د ملي مصالحې شورا ویاند، فریدون خوځون هم پر خپله ټویټرپاڼه کې راتلونکې اونۍ کې د سولې خبرو د پيلیدو پخلی کړی دی.
عبدالله همداشان ویلي چې د کابینې د غړو لیست وروستی شوی او دا لیست هم راتلونکې اونۍ کې اعلانیږي.
دا خبرې له هغه وروسته کیږي چې د طالبانو یو پلاوی څو ورځې وړاندې اسلام اباد ته لاړ او د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي سره یې ناسته وکړه.
همداشان د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان تیره ورځ له عبدالله عبدالله سره د ټیلفون پر لیکه له عبدالله عبدالله سره پر افغان سولې خبرې وکړې.