د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې له تیرو دوو ورځو راهیسې سخت سیلابونه راوتلي دي چې پایله کې یې تر اوسه ۱۵۱ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان دي.
طبیعي پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، محمد قاسم حیدري نن پنجشنبه په یوه خبري غونډه کې د تلفاتو د دې کچې پخلی کړی دی.
د ښاغلي حیدري په وینا په دې پيښو کې تر اوسه ۲۰۰ د استوګنې کورونه په بشپړه توګه وران شوي دي.
همداشان ۴۵۰۰ ونې، ۱۵۵ جریبه کرنیزه ځمکه او ۶۰۰ څارونې هم له منځته تللي دي.
دا سیلابونه په پروان، کابل، کاپیسا، میدان وردګو، پنجشیر، ننگرهار، لوگر، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لغمان او خوست ولایتونو کې راوتلي دي.
طبیعي پيښو ته د رسیدنې وزیر وایي لاهم په کاپيسا او پروان ولایتو کې په وران شوو ودانیو کې د جسدونو او ټپیانو د موندنې عملیات روان دي.
د ښاغلي حیدري په وینا تر اوسه په پکتیا کې ۱ کس، په ننګرهار کې ۲ کسان، په پنجشیر کې ۳ کسان، په میدان وردګو کې ۷ کسان، په کاپیسا کې ۱۷ او کابل کې ۱۹ کسان د سیلابونو له امله مړه شوي دي.
خو تر ټولو سخت سیلابونه چې زیات مالي او ځاني تلفات یې اړولي، په پروان ولایت کې راوتلي دي.
راوسه دغه ولایت کې څه باندې۱۰۰ تنه د سیلابونو له امله وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان دي.