د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت د کابینې له خوا د برښنايي معاملاتو او لاسلیک قانون د تصویبیدو هرکلی وکړ.
د دغه وزارت چارواکي وایي چې د یاد قانون په تصویبیدو سره دولتی بنسټونو کې بیروکراسي کمیږي او د پانګونې زیاتیدو لپاره مناسبه زمینه برابریږي.
د مخابراتو وزارت سرپرست، محمد فهیم هاشمي ویلي د برښنايي حکومتوالۍ په پيلیدو سره په دولتي ادارو کې د فساد لارې هم له منځه ځي.
دا قانون افغانستان کې له لرې د حکومتولۍ او پانګونې ترسره کیدو لپاره لومړنی ګام بلل کیږي.
ښکاري چې د برښنايي لاسلیک او معاملاتو قانون راتلونکې جنیوا ناستې لپاره د فساد پرضد د حکومت یوه لاسته راوړنه ده.
تمې دادي چې د برښنایي معاملاتو او لاسلیک په تصویب کیدو سره افغانستان کې پانګوال پانګونې ته وهڅول شي او د هیواد اقتصادي وده کې مرسته وکړي.
د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې همدا اوس څه باندې سلو هیوادونه د برښنايي معاملاتو او لاسلیک له اسانتیاوو برخمن دي.